IQNA

د پاکستان  د تحفیظ القرآن موسیسې او د ایران قرآنی ملګرتیاؤپراختیا د  ورځې ضرورت دی

6:36 - January 30, 2025
د خبر لمبر: 3490560
د ایران داسلامی جمهوریت  او پاکستان ترمینځ د قرآني او کلتوری تعاملاتو د پراختیا په لړ کې  په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې مسئول  اصغر مسعودي د تحفیظ القرآن موسیسې   کتنه وکړه.

زمونږخبریال  دایکنانیوز له قوله راپور راکړ، دغه کتنه  دقرآني زده کړو ددودولو په حوزې کې د ګډو ملګرتیاؤ د دزمینو د ارزونې او د تحفیظ القرآن موسیسې له پراخو قرآنی  فعالیتونو سره دبلدتیا په موخې سره شوې ده.

اصغر مسعودي  ددواړو هیوادونو ترمینځ د  کلتوري او زده کړې د اړیکو د ژورتیا په ضرورت په ټينګار سره ووئیل،  دایران اسلامی جمهوریت تل  دقرآنی فعالیتونو ملاتړ کوي  او تیار دی څو د  قرآنی کتلور د پراختیا لپاره  دوو اړخیزې ملګرتیاوې پیاوړي کړي.

 په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې مسئول  په ایران کې د موجودو علمي او قرآني بډایو  ظرفیّتون ته اشاره وکړه او  ددواړوهیوادونو د قرآنی تجروبو څخه دمتقابلې  استفادې او ګټه پورته کونې غوښتونکی شو.

 په دغې کتنې کې مسعودي  د تحفیظ القرآن  موسیسې له لوړپوړو   مسئولانو سره  لیده کاته هم وکړل .

د زده کړې د تجروبو  د مبادلې ، د  استاذانو او محصیلینو دلیږلو ، د ګډو قرآڼی  پروګرامونو دترسره کولو  او د نوو  او ماډرن زده کړو د فرصتونو  د رامینځةکولو  په څير  موضوعګانې  په دغو لیدوکتو کې مطرح شوې.

د منهاج القرآن د نړیوالو چارو یوه مسئول  سهیل رضا  وغوښتل چې د ایران کلتوری خونه دې  په فارسي ژبه د منهاج القرآن  دځینو خاصو آثارو په ترجمه کولو کې ملګرتیاوکړي ،ځکه  په فارسي ژبه د اردو دآثارو  ترجمه کول  په پاکستان کې د فارسي ژبې په پیاوړي کول واو فارسي ژبو ترمینځ  د اسلامی تعلیماتو   دودولو سره مرسته کولی شي.

په دوام کې مسعودي  همداراز وړاندیز وکړ چې ګډې قرآني ناستې ، د قرآن د تلاؤت نړیوالې سیالۍ  او  په ګډه قرآنی -کلتوری نندارتونونه  ترسره شي.

په پاي کې دواړو لورو سره موافقه وکړه چې د راتلونکو ملګرتیاؤ د لا دقیقې پلانونې لپاره  لازیاتې ناستې ترسره شي. وټاکل شوه چې په نزدې ر اتلونکي کې د ایران دقرآني مرکزونو او د تحفیظ القرآن موسیسې ترمینځ د پوهې او تجروبو د مبادلې لپاره  سره  یوه تفاهم نامه هم لاسلیک شي.

مؤسسه «منهاج القرآن» پاکستان؛ نمونه موفق نهادی بین‌المللی/ ضرورت توجه به  تحقیقات قرآن‌پژوهان ایرانی

https://iqna.ir/fa/news/4262559/

captcha